د فساد تر ټولو ستره سرچينه د امریکا متحده ايالات دي
رحمت اله روان رحمت اله روان

 

 نيويارک ټايمزورځپاڼی په خپل یوه تازه راپور کی وړمه ور ځ لیکلی دی، چې د امريکا استخباراتي ادارې (سي اى اې) په ځانګړې  توګه د افغان ولسمشر دفتر ته په کڅوړو کې ميليونونه ډالر ورکړي دي ،نوموړی ور ځپاڼی  دغه راپور د کرزي د دفتر د پخواني او اوسنی رييس په حواله ليکلي دی ، چې دغه پيسې له تېرې يوې لسيزې راهيسې په پټه راتلې او په پټه توګه لګول کېدې ، خو کوم حساب کتاب يې معلوم نه و،د يادونې  ده ، چې تر دې مخکې له ايران څخه هم ارګ ته له پيسو ډکو بيکونو دورکړې راپورونه ورکړل شوي وو،کرزي په ۲۰۱۰ کال کي ويلي ول، چي دفتر ئې د جمهوري رياست د مصارفو له پاره له گاونډي هيواد ايران څخه د پيسو خلتې اخيستي او دغه شان مرستي د امريکا متحده ايالات هم ورسره کوي. په عین حال کی افغان ولسمشر حامد کرزی د سي ای اې له خوا د ولسمشرۍ دفتر ته د ورغلیو پیسو په غبرګون کې اروپايي هيوادونو ته د سفر په ترڅ کې په ډاگه کړې او ویلی یی دی چی د دغو پیسو ډیره برخه په افغانستان کی دټپیانو په درملنه کی لګیدلی دی او په عین حال کی یی، دغه پيسې هومره نه دي ښودلې چې په امريکا کې خپرېدونکې ورځپاڼې نيويارک ټايمز ترېنه په لسگونو ميلونو دالرو يادونه کړې ده.

نیویارک ټایمز لیکلي دي، چي د دغه هيواد استخباراتي ادارې په کلونو کلونو د افغانستان جمهوري رياست ته د سودا په خلتو او د شا په بيکونو کي په ميليونو نقد ډالر ورکړي دي. تر ځو پر افغان ولسمشر حامد کرزی باندی دنفوذ در لودلو په منظور یی مصرف کړی له همدی کبله دغه پيسو په دغه هيواد کي فساد پياوړی کړی ورځپاڼه د امريکايي چارواکو په حواله ليکي چي سي آی اې په دې کار سره غوښتل چي خپل نفوذ وساتي، خو د دې پرځای ئې فساد پياوړی کړی دی، جنگسالاران ئې تقويه کړل او له افغانستان څخه ئې د واشنگتن د وتلو سراتيژي زيانمنه کړې ده. 

يوه امريکايي چارواکي ويلي دي چی: په افغانستان کي د فساد تر ټولو ستره سرچينه د امریکا متحده ايالات دی

په دغه راپور کي د افغان او امریکايي چارواکو په حواله راغلي دي، چي د دې پيسو د مصرفولو هدف، کرزي او د هغه اصلي انډيوالانو ته لاس رسی او په جمهوري رياست کي د سې آې اې نفوذ وو،ورځپاڼه کاږي چي د دې پيسو ډيره برخه د هغو جنگسالارانو او سیاستمدارانو و جېبو ته روانه وه چي د هغوی ډيری د مخدره موادو په قاچاق او کاروبار کي ښکېل دي، چي په ځينو مواردو کي د دغه کار څخه طالبان هم گټه اخلي ورځپاڼه وايي چې د څه باندې یوې لسیزې لپاره دا پیسې هره میاشت د افغانستان د ولسمشر دفتر ته ورکول کېدې سی ای ای دافغانستان دجګړی له پیله دا شیوه غوره کړی چی نغدی پیسی ور کړی ،دې ادارې د طالبانو د رژیم تر پرزېدو مخکې د شمال ايتلاف پخوانیو مشرانو ته په ملیونونو ډالر ورکړي او په دې باب ډېر راپورونه هم مخکی خپاره شوي دي ،نیویارک ټایمز همداراز وايلی دی چی، د نغدو پیسو ستونزه په دې کې ده چې د هغو، نه څارنه کېږي او نه حساب اخیستل کېږي. له همدې کبله هغه پیسې چې سي آې اې د افغانستان د ولسمشر دفتر ته ورکړي له هغو سره توپیر لري چې دې ادارې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ته په رسمي ډول ورکړي دي او د امریکا د قوانینو سرغړونه نه کويٍ ،خلیل رومان، چې له ۲۰۰۲ څخه تر ۲۰۰۵ پوري یې د کرزي د دفتر د ريیس دمرستیال په توګه کار کړی دی دموضوع په باب، نیویارک ټایمز ته ویلي دی چی :موږ دا پیسې له اسمانه راغلې پیسې بللې. په پټه راتلې، په پټه تلې .

 په عین حال کی د فرانسې سفير د ۲۰۱۴ كال د سياسي او اقتصادي تعاملاتو له امله پر افغان حكومت او نړيوالې ټولنې نيوكه كړې او ويلي يې دي، دى نه پوهيږي چې نړيوالې ټولنې او افغان حكومت څنګه حالت داسې تنظيم كړى چې هر څه په ۲۰۱۴ كال كې رامنځ ته شي، لكه ټولټاكنې په همدې كال ترسره كېږي، نوى ولسمشر په ورته وخت كې راځي او اقتصادي او پوځي لېږد په همدې مهال بشپړيږي، په داسې حال كې چې د سولې لپاره خبرې اترې په رښتيا نه دي پيل شوې ، په افغانستان كې  دفرانسی دسفیرد بيرنارډ باجوليټ كاري موده پاى ته رسېدلې او دغه څرګندونې يې له خپلې دندې د وداع په غونډه كې كړې دي ،نوموړی زياته كړې چې ۲۰۱۴ كال كېداى شي د يوه سياسي او پوځي بدلون يو بشپړ توفان وي او دا به هغه مهال وي چې ناټو به په افغانستان كې په رسمي توګه خپل ماموريت پاى ته رسوي ،نوموړى د جګړې په ډګر كې د برياليتوب په اړه وايي: ((موږ له يوې رښتينې ارزونې سره ډېره فاصله نه لرو، زه فكر كوم دا ډېره ضروري ده چې افغان مشرتابه د خپل پوځ څرګند او د پام وړ مالكيت په واك كې اخستى دى))هغه زياته كړې چې افغان حكومت ته په كار دي چې فساد له منځه يوسي، ځكه چې دا د پانګونې مخه نيسي او د نشه يي توكو پر وړاندې بايد سم چلند وكړي:افغان حكومت بايد له مالي پلوه پر ځان متكي شي، خپل عايدات بايد زيات كړي او سياستوال پرېنږدي چې هغه بلې خوا ته وګرځوي د ده په وينا، نشه يي توكي په روسيه، اروپا او بالكان كې له ترهګرۍ زيات د مرګ ژوبلې سبب شوي دي او كه چېرې افغانستان نورې نړۍ ته د نشه يي توكو همداسې صادروونكى پاتې شي، نو دا به لوېديزو هېوادونو ته ډېره سخته وي چې په دغه هېواد نورې پيسې ولګوي ،بيرنارډ  باجوليټ  دا هم ویلی دی چی، افغانستان په پرله پسې توګه ويلي چې دا يو خپلواك هېواد دى او ولسمشر حامد كرزي د بګرام زندان پر سر په خبرو كې ويلي چې افغانستان د خپلو بنديانو پر وړاندې د خپلواكۍ مسووليت لري ، نوموړی همدا راز ویلی دی  چی موږ بايد څرګند وغږيږو، يو داسې هېواد چې د خپلو پوځيانو او پوليسو د معاشونو او پانګونې په برخو او همد راز د خپل ملكي لګښت په يوه برخه كې د نړيوالې ټولنې پر اوږو بار وي، هغه په رښتيا يو خپلواك هېواد نه شي كېداى . پای


April 29th, 2013


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات